CRI Online

د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په نظامي برخه کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه په بحث بوختې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 09:56:46
د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په نظامي برخه کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه په بحث بوختې دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ د دولتي امنيت ساتونکې ادارې مشر چونګ اوی يونګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په سيول کې د ۲۰۱۸ کال د امنيت ساتنې په اړه د ډيالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د دې لپاره چې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د نظامي شخړې د رامنځته کېدو ممکن عوامل په بنسټيزه توګه لرې شي او خپلمنځي پوځي باور پياوړی شي، اوس دواړه خواوې په نظامي برخه کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه په مشورو او د اړوندو ميکانيزمونو په جوړولو بوختې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای