CRI Online

وانګ يي د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير جين يويس لي دريان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 10:00:15

وانګ يي د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير جين يويس لي دريان سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير جين يويس لي دريان سره خبرې اترې وکړې.

له نوموړي سره په خبرو کې وانګ يي وويل، راتلونکی کال به د چين او فرانسې ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کاليزې سره برابر وي او هم به فرانسې ته د چيني ځوانانو د زده کړې غورځنګ له سلمې کاليزې سره برابر وي چې دا د دواړو هېوادونو لپاره ستر اهميت لري. هغه وويل، چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه له فرانسې سره تبادلې پياړوې کړي او په ګډه د درېيمې خوا بازار د لټولو په شمول د نوې ډول په همکاريزو لارو چارو بحث وکړي. دواړه خواوې بايد د څواړخيزم، د نړيوالې ادارې د ښه والي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي.

لي دريان وويل، فرانسه غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه له چين سره په همکاريزو طريقو بحث وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای