د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره وويل چې تېر کال د فلسطين په نيول شوې ځمکه کې اقتصادي حالت خراب شوی ،د هر تن په سر عايد ټيټ شوی ،د کرنې توليدي اندازه يوولس سلنه کمه شوې او د بې اوزګارۍ انډول له ۲۷ سلنې څخه اوښتی دی.
له فلسطينيانو سره د مرستې په هکله دغه راپور کې راغلي چې د کارګرو بازار بدو شرطونو پر ښځو او ځوانانو څرګنده اغيزه کړې ده.په کارونو کې د فلسطيني ښځو د برخې اخيستنې انډول يوازې په سلو کې ۱۹ دی او له هغو فلسطينيانو څخه نيمه برخه د بې اوزګارۍ په حال کې ده چې عمرونه يې له ۳۰ کلنې څخه کم دي.
د دې راپور له مخې د ياد حالت د رامنځته کولو لامل د يادې ځمکې نيوونکي هېواد له خوا غوره شوي تدبيرونه دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |