CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت :د ګمرکي تعرفو د زياتوالي له لارې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې مسئلې نه شي حليدای

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 10:11:00

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتی وياند ګاو فنګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ د مثبت توازن د پراخوالي په هکله وويل چې د مثبت او منفي توازن پراخوالی يا کموالی د بازاري اړتياوو ته په کتو کيږي. امريکا بايد پر دې پوه شي چې د ګمرکي تعرفو د زياتوالي يو اړخيز تدبيرونه اوسنۍ مسئلې نه شي څل کولی.

هغه زياته کړه چې د امريکا له خوا پيل شوې سوداګريزې کشالې به هرو مرو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغيزه وکړي.مونږ هيله نه لرو چې دوه اړخيز ښه پرمختيايي تمايل د يادو تدبيرونو په نيولو سره کمزوری شي.

هغه همدارنګه وويل چې اوس مهال نړيوال اقتصاد د پر له پسې سمسورتيا په حال کې

دی .د چين اقتصاد په لوړ کيفيت لرونکي پرمختيايي لوري ګامونه پورته کوي .که څه هم ډېر ناثابت عوامل موجود دي، خو مونږ باور لرو چې د چين بهرنۍ سوداګري به په سالمه او ثابته توګه پرمختګ ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای