CRI Online

د چين استازی: د ايران د ذروي تړون ساتنه پر څو اړخيز کېدو د ټينګار لپاره اړين کار دی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 10:24:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ويانا کې په م م او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي وانګ چون د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د شورا په غونډه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله له هر اړخيز تړون څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي وويل چې دغه تړون د م م د امنيت شورا له خوا منظور شوی څو اړخيز تړون دی او له حقيقتونو څخه ښکاري چې دغه تړون اغيزمن دی ،نو له دې تړون څخه ملاتړ کول عمده نړيوال تمايل دی . په تېره بيا د روان کال په جولای کې د يادې مسئلې په هکله د بهرنيو وزيرانو په غونډه کې په دوامداره توګه د دې تړون د عملي کولو او له يو اړخيزو بنديزونو سره د مخالفت کولو نيت ښودل شوی دی .

چين به تل له دې تړون څخه ټينګ ملاتړ وکړي او خپله دنده او ژمنه به پر غاړه واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای