CRI Online

وانګ يي د نړيوال سوداګريز سيستم د اصلاحاتو په هکله نظرونه څرګند کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 10:29:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۱۳مه نېټه د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير جين يويس لي دريان سره تر کتنې وروسته له خبريالانو سره وکتل.

پوښتنه دا ده چې ايا فرانسه به د څو اړخيز کېدو د ساتلو او بيا ابادولو او د نړيوال سوداګريز سيستم د اصلاحاتو د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي؟ په دې هکله چين څه نظر لري؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې وانګ يي وويل چې فرانسه د څو اړخيز کېدو او ازادې سوداګرۍ د ساتلو لپاره مهم ځواک دی .مونږ د دې لپاره د فرانسې د بېلا بېلو کوششونو لوړه ارزونه او ستاينه کوو .

هغه زياته کړه چې اوس نړيوال سوداګريز سيستم له ځينو ننګونو سره مخ دی . د چين دريځ څرګند دی.لومړی د ازادۍ سوداګرۍ اصول او مفکوره بايد وساتل شي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت څو اړخيز ميکانيزم دې پياوړی شي ، ځکه چې دا د بېلا بېلو هېوادونو له عمومي او دايمي ګټو سره سمون لري او د زياترو هېوادونو ګډې نظريې هم دي. دوهم د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه بايد وساتل شي او درېيم اړونده خواوې بايد د مشورو له روحيې څخه لاس وانه خلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای