CRI Online

چين په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو د اواز اوچټولو هڅونه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 10:33:26
چين په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو د اواز اوچټولو هڅونه کړې ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۷۷ هېوادونو ډلې د ويانا د فرعي څانګې رئيس کارلوس جاتيوا څو ورځې مخکې وويل، له دغې ډلې څخه د چين ملاتړ په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو د اوازونو د پورته کېدو لپاره ډېر مهم دی.

جاتيوا د ويانا د يادې فرعي څانګې د جوړېدو د شلمې کاليزې په ياد غونډه کې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د ۷۷ هېوادونو ډلې تر جوړېدو راهيسې، د ګردې نړۍ په سياسي شکل کې ستر بدلون رامنځته شوی او چين په نړيوالو چارو کې کليدي رول لوبولی دی. د ۷۷ هېوادونو د ډلې لپاره، چين يو ډېر نږدې او مهم ملګری دی. له پرمختيايي هېوادونو څخه د چين ملاتړ په نړيوالو چارو کې د دغو هېوادونو د وينا حق لوړ شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای