د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هندي کابينې د اقتصادي چارو کميټې د دسمبر په ۱۳مه نېټه د يوې لايحې په تصويبولو سره پرېکړه وکړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د اورګاډي د ټولو کرښو د الکتريفيکاسيون کارونه تر سره کړي.
د هندي اورګاډيو شرکت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اورګاډي د ټولو کرښو تر الکتريفيکاسيون وروسته به اداري موثريت لوړ شي او پر ډيزل د هندي اورګاډي د شبکو تکيه به هم کمه شي.د هند خبري رسنيو د دې هېواد د اوسپنيزو لارو جوړولو وزير پيوش ګويال په قول ويلي چې تر اوسه د اورګاډيو د عمده کرښو د الکتروفيکاسيون کارونه تر سره کړي او د اورګاډي د نورو پاتې کرښو الکتروفيکاسيون له امله به د اورګاډي حرکتي موثريت لوړ شي، د کرښو ظرفيت به يې زيات شي او د اورګاډي منځنی سرعت به نور هم چټک شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |