د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين په مسلسلو اتو کلونو کې د روسيې لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. له روان کال راهيسې د چين او روسيې ترمنځ دوه اړخيزې سوداګرۍ چټک پرمختګ موندلی دی .د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د دواړو هېوادونو دوه اړخيز سوداګريز ارزښت ۶۷ مليارډه ۵۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۵ اعشاريه ۷ زيات شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو کلونو کې د چين او روسيې ترمنځ دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې ډېرې ټينګې شوي او د دوه اړخيزو اړيکو د ملاتير او د خوځنده ځواک سرچينې يې ګرځېدلې دي.
د معلوماتو له مخې تېر کال د چين او د روسيې د لېری ختيځ د فدرالي سيمې ترمنځ سوداګريز ارزښت ۷ مليارډه او ۷۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی و او چين د روسيې د لېری ختيځ لومړی لوی سوداګريز همکار و،(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |