CRI Online

کارپوهان: چين ته د وينزويلا ولسمشر سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 15:20:56

د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د سپتمبر له ديارلسمې نيټې څخه تر شپاړسمې نيټې پورې له چين څخه په رسمي ليدنه بوخت دی. هغه د وينزويلا د ولسمشر په توګه له ټاکل کيدو وروسته د لومړي ځل لپاره له چين څخه ليدنه کوي. په دې هکله کارپوهان وايي چې دغه ليدنه به د چين او وينزويلا تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت پرمخبوزي.

اوسمهال د وينزويلا په دننه کې اقتصادي بحران سخت دی، خو د لويديځو هېوادونو د خبري رسنيو لخوا مبالغه شوی، په داسې حال کې چين ته د دغه هېواد د ولسمشر مادورو سفر د پاملرنې وړ دی. د لاتيني امريکا د چارو په اړه د چين د حکومت ځانګړې استازې ليو يو چين وويل، چين د وينزويلا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو په هکله دا رويه غوره کوي چې د يو هېواد په دننه ستونزې رامنځته کيږي، بايد د دغه هېواد د خلکو لخوا په خپله حل شي او هيڅ بهرنۍ قوې د دوی ځای نه شي نيولی او نور هېوادونه بايد د ځان د پرمختيا شکل په زور پر نورو وانه چوي. هغې وويل، زما په نظر دا ډېر مهم دی چې د يو هېواد خلک بايد خپل برخليک خپله ونيسي او د هېواد راتلونکې وټاکي، وينزويلا بايد همداسې وکړي او چين تل په دغه هېواد کې د نورو بهرنيو قواوو له لاس وهنې سره مخالفت کوي.

هغې وويل چې د چين او د لاتيني امريکا د هېوادونو تر منځ اړيکې د مساواتو، د ګډو ګټو تر لاسه کولو او يو د بل د احترام کولو پر بنسټ ټينګې دي. هغه وويل، موږ اوس داسې کارونه تر سره کوو چې د چين او لاتيني امريکا تر منځ د همکاريز فورم د ميکانيزم جوړوو او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د لاتيني امريکا هېوادونو ته د ګډون بلنې ورکوو، موږ خپلمنځي همکارۍ ته پاملرنه کوو. زموږ او د لويديځو هېوادونو تر منځ لومړی توپير دا دی چې د چين او لاتيني امريکا د هېوادونو تر منځ همکارۍ بايد د مساواتو، د ګډو ګټو تر لاسه کولو او يو د بل د احترام کولو پر بنسټ وي او زموږ هدف د دواړو خواوو ګډ پرمختګ دی، خو يوه اړخيزه ګټه نه ده، نو چين د لاتيني امريکا د هېوادونو او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره د همکارۍ په ترڅ کې هيڅ مخکښ سياسي شرايط نه لري. زموږ او وينزويلا تر منځ همکارۍ يو بل ته ګټې رسوي، دا د چين يوه اړخيزه پانګونه نه ده.

په څه دپاسه لسو کلونو کې د چين او وينزويلا تر منځ همکارۍ زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او په پراخو ساحو پورې اړه لري. د چين د عصري نړيوالو اړيکو د انسټيټيوټ د لاتيني امريکا د څانګې د مشر سکريتر سون يان فنګ وويل(اواز)

چين او وينزويلا ښه همکاريز بنسټونه لري او په وروستيو لسو کلونو کې يې د انرژيو، معدني، چمتو کولو، کرهنې او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په شمول زياتو برخو کې همکاريزې پروژې درلودې. دغه پروژې ويزويلا ته د چين يوه اړخيزه مرسته نه ده، بلکې دا د دواړو خواوو له پرمختيايي وړتياوو سره سمون لري. دواړه هېوادونه نه يوازې ښه همکاريز بنسټ لري ، بلکې د توليد ښه شرايط هم لري. وينزويلا د صنعتي توليداتو زياتې وړتياوې لري او د توليد ښه شرايط هم لري، نو چين او وينزويلا به په راتلونکې کې د خپلو ښيګڼو له مخې يو له بل سره اقتصادي مرستې وکړي. زما په اند د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ به د اقتصاد په برخه کې يو له بل سره د مرسته کولو، د مساواتو او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ ټينګې شي.

ښاغلي سون په دې نظر دی چې د امريکا يوې اړخيزې اقتصادي تګلارې د لاتيني امريکا هېوادونو ته سختې اغيزې رسولي او رسوي يې، په داسې حال کې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دغو هېوادونو ته د اقتصادي پرمختيا هيلې رسوي. ښاغلي سون وويل چې د لاتيني امريکا هر يو هېواد له ستونزو سره مخامخ دی، چين به پريږدي او تر وسې پورې به د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ ورسره مرسته وکړي. د چين او وينزويلا تر منځ همکارۍ به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پرمختيا نوي فرصتونه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای