CRI Online

چين به په نړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 15:24:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ژنيو کې د م م په دفتر کې او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي يوو جيان هوا د سپتمبر په ۱۳مه نېټه وويل چې چين به په نړې کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړي.

د م م د بشري حقونو شورا د ۳۹ مې غونډې په موده کې چين او جنوبي افريقا د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په ژنيوکې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د پرمختيايي حقونو په شمول د ټولو بشري حقونو د تر لاسه کولو تر عنوان لاندې غونډه تر سره کړه.د روسيې، المان، نايجريا او وينزويلا په شمول د دېرشو هېوادونو او د اروپايي ټولنې ديپلوماتانو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو استازو او د چيني او بهرنيو پوهانو په شمول څه باندې اوياوو تنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

يوو جيان هوا په خپله وينا کې وويل چې چين د خلکو د ژوند او پرمختيايي حقونو ته لومړيتوب ور کړی او د خلکو د ژوند د ښه والي او ضمانت لپاره يې هڅې کړي او اوس د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره په ځانګړي لوري ګامونه پورته کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای