د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د لبيرال ديموکراتيک ګوند په بلنه، د چين د فو جيان ولايت د ګوندي کمېټې مرستيال مشر او د فو جو ښار د ګوندي کمېټې مشر وانګ نيڼګ د سپتمبر له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د چين د کمونېست ګوند د پلاوي په مشرۍ له جاپان څخه ليدنه وکړه.
د دې ليدنې په بهير کې ياد پلاوي په جلا جلا توګه د لبيرال ديموکراتيک ګوند له سرمنشي نيکای توشهيرو، د کوميتو ګوند له سرمنشي يوشيهيسا انوی، د جاپان د کابينې له غړي تيرو فوکوی او د اقتصاد او سوداګرۍ د ارګانونو له استازو سره وکتل. برسيره پر دې، د دې پلاوي د ليدنې په ترڅ کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه د چين او جاپان د همکارۍ د نړيوالې نمونوي سيمې او په فو جيان ولايت کې د پانګونې چاپېريال د معرفي غونډه هم ترسره شوه. جاپاني خوا ويلي چې دوی غواړي له چين سره د واکمنو ګوندونو ترمنځ تبادلې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره فعال رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |