CRI Online

تېر کال چين کې د انټرنيټ له لارې په خيريه چارو کې د ګډون کوونکو شمېر ۲۵۱ مليونو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 15:37:46
تېر کال چين کې د انټرنيټ له لارې په خيريه چارو کې د ګډون کوونکو شمېر ۲۵۱ مليونو ته رسېدلی

د بېجينګ اېونينګ نيوز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د ۲۰۱۷ کال د چين د انټرنيټي خيريه چارو د پرمختګ راپور خپور کړ چې له مخې يې تېر کال چين کې د انټرنيټ له لارې په خيريه چارو کې د ګډون کوونکو شمېر ۲۵۱ مليونو ته رسېدلی او د دوولسو انټرنيټي ډګرونو په وسيله راغونډې شوې خيريه پيسې دوه مليارډو پنځه سوو نوي مليونو يوانو ته رسېدلي دي.

د بېجينګ دارالمعلمين پروفيسر فو چانګ بو وويل د ډېرو کلونو تر ابادۍ وروسته، په چين کې انلاين خيريه چارې له انټرنيټي شبکې سره پيوستې شوي او د انټرنيټي تکنالوژۍ پرمختګ د خيريه چارو د نوښتي پرمختګ لازم شرط ګرځېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای