CRI Online

د نيويارک تايمز ورځپاڼه: د امريکا حکومت د پيړۍ تړون په نامه د لايحې په نهايي تعديل بوخت دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 16:26:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نيويارک تايمز ورځپاڼې د سپتمبر په ديارلسمه نېټه د نړيوالو خبرو اترو په اړه د امريکا د ولسمشر د ځانګړي استازي جاسون ګرينبلاټ په قول خبر ورکړ چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د دايمي سولې د ساتلو په هکله د پيړۍ تړون په نامه د لايحې نهايي تعديل روان دی او دغه لايحه د خپرېدو نه مخکې وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده.

نوموړي وويل، امريکا دا نظر لري چې دغه لايحه به د بېلا بېلو خواوو لپاره ډېره ګټوره وي، خو امريکا چمتو شوې چې د دغې لايحې له امله د مختلفو خواوو انتقادونه ومني. خو هغه د دغې لايحې د خپرېدو وخت او جزئيات وړاندې نه کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای