CRI Online

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د پانمونجوم اعلاميه پوره عملي کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 16:33:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د رودونګ سيمون ورځپاڼې چې د دغه هېواد د کارګرو ګوند د مرکزي کمېسيون اداري ورځپاڼه ده، د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره پر دې ټينګار وکړ چې د پانمونجوم اعلاميه پوره عملي کول د کوريا ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د اړيکو د نهايي ښه والي لپاره مهمه لار ده.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د يادې اعلاميې لاسليکول او د کوريا ټاپووزمې د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ ډيالوګ، تماس او تګ راتګ د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره زمينه او شرط برابروي. د دغې اعلاميې پوره عملي کول د نه اعتماد او اختلاف د له منځه وړلو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د نهايي ښه والي لپاره مهمه لار ده. اوسمهال دواړه خواوې بايد د ملت د خپلواکۍ له لحاظه خپل برخليک وټاکي او د خپلمنځي اړيکو په اړه مسئله حل کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای