CRI Online

د چين او روسيې په اړيکو کې د مشرانو لارښوونه او د خلکو تر منځ د دوستۍ ټينګ بنسټ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 16:42:23

د ختيځ د څلورمې دورې اقتصادي فورم په موده کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدنه وکړه. دا په تېرو څلورو مياشتو کې دريم ځل دی چې نوموړي مشرانو سره ويني. د دواړو هېوادونو تر منځ د مشرانو هميشنی تګ راتګ د چين او روسيې تر منځ د اړيکو د ټينګښت يوه څرګنده ځانګړتيا ګرځيدلې ده او په وروستيو پنځو کلونو کې د دواړو مشرانو تر منځ د ليدنو شمير له شلو ځلو څخه اوښتی دی چې له دې څخه د چين او روسيې د اړيکو لوړه سويه او ځانګړی اهميت او په خپلو ديپلوماتيکو اجنداوو کې د ذات البيني اړيکو مخکښ مقام څرګنديږي.

اوسمهال د چين او روسيې د مشرانو ستراتيژيکي لارښوونې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت قوې دي چې دوی په هميشني تګ راتګ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ترتيب کړې او د ذات البيني اړيکو د نژديوالي لپاره د جوړښت په تنظيمولو سره په ستراتيژيکې توګه د پلانولو رول لوبولی دی، په خپله يې په ذات البيني تګ راتګ کې مهمې پروژې او فعاليتونه هڅولي او د دوه اړخيزې همکارۍ پياوړتيا ته يې مستقيمه اغيزه رسولې ده، دغه راز د دواړو مشرانو شخصي دوستۍ په بېلا بېلو کچو او ساحو کې د دواړو هېوادونو د تګ راتګ لپاره فعال نمونوي رول لوبولی دی.

د دواړو مشرانو تر ستراتيژيکو پلانونو او مستقيمو هڅونو لاندې د چين او روسيې تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د لوړې سويې او چټک پرمختګ نوې زمانې ته ننوتلي دي. له سوداګرۍ نه پر ته د پانګونو، انرژيو، ترافيک، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د هوانوردۍ په شمول خپلو ساحو کې د يوې ډلې لويو ستراتيژيکو پروژو په ثابته توګه پرمختګ موندلی او د ساينس او تخنيکونو، کرهنې، د انلاين سوداګرۍ په ګډون نويو ساحو کې همکارۍ هم ټينګې شوې دي.

د تېر کال په جولای کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر پوتين په مسکو کې د چين او روسيې تر منځ د هراړخيزو ستراتژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت په هکله ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د خلکو تر منځ د دوستې ټينګښت او د کولتورونو راغونډول د دواړو هېوادونو د راتلونکو نسلونو د دوستۍ ټينګولو بنسټ بللی دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د چين او روسيې تر منځ د دوستې او د خلکو د نظريو بنسټ ټينګ شوی دی. يو په بل هېواد کې د دولتي کال، د ژبې کال، د سيلانۍ کار، د ځوانانو د دوستانه تګ راتګ کال، د خبري رسنيو د تګ راتګ کال او د دواړو هېوادونو د ځايي تګ راتګ کال په شمول د دولت په کچه ډول ډول فعاليتونه تر سره شوي چې له امله يې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ ورځ په ورځ نژدې کيږي او تفاهم ګام په ګام ټينګيږي.

په تېر کال کې نژدی يو مليون او اووه لکو چيني سيلانيانو روسيې ته او د روسيې څه دپاسه دوه مليونه او دري لکو سيلانيانو چين ته سفرونه کړي دي. تر ۲۰۱۶ کال پورې يو په بل هېواد کې د زده کړې لپاره د محصلينو شمير له اويا زرو تنو څخه اوښتی دی چې د اټکل له مخې به تر ۲۰۲۰ کال پورې دغه شمير يو لکو تنو ته ورسيږي.

د چين او روسيې اړيکې د لويو او ګاونډيو هېوادونو د اړيکو نمونه او د ځانګړي لوی هېواد په توګه د چين په ديپلوماتيکو اړيکو کې بريالۍ نښه ده. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د اړيکو تر لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستۍ به په پر له پسې توګه ټينګې شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ دايمې قوې به وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای