CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: هېڅوک به په سوداګريزه جګړه کې بريالی نه شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 17:29:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په څوارلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز جنجال په اړه د چين دريځ څرګند او دايمي دي. موږ تل پر دې ټينګار کړی او کوو يې چې مسئله د سوداګريز جنجال له لارې نه شي حل کېدای. سوداګريز جنجال نه يوازې نورو خواوو ته، بلکې خپل ځان ته هم زيانونه ورسوي. په چين کې يو متل شته چې وايي: د زرو تنو دښمنانو د وژلو ترڅنګ اته سوه خپل سرتيري وژل کېږي. دا ارزښت نه لري چې دواړه لوري په سوداګريزه جګړه کې يو او بل ته د زيانونو اړولو په اړه مسابقه وکړي، ځکه چې هېڅوک به په سوداګريزه جګړه کې بريالي نه شي.

نوموړي وويل، د امريکا سوداګرۍ په اړه د چين ټولنې او د شانګهای ټولنې څو ورځې مخکې ځيني راپورونه خپاره کړل چې په چين کې دوه په درېيمه امريکايي تصدۍ په دې نظر دي چې د امريکا هغه تدبير په چين کې د دوی پر چارو باندې منفي اغيزه کړېچې د پنځوسو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت يې پر چيني توليداتو باندې اضافي ماليات ولګول. د دې ترڅنګ په چين کې په سلو کې اويا امريکايي شرکتونه په دې نظر دي چې که امريکا د دوه سوه مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې اضافي ماليات واخلي، د دوی پر چارو باندې به منفي اغيزه ولري او د امريکا حکومت د مالياتو د زياتوالي تدابير به منفي پايلې ولري.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د امريکا ټاکوونکي د امريکا د تصديو او مشتريانو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او پر څواړخيزې غوښتنې او ازادې سوداګرۍ د ټينګښت په اړه د نړيوالې ټولنې غوښتنې واوري. د امريکا حکومت بايد سمدلاسه په عاقلانه توګه سره د يواړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې له کړو وړو څخه لاس واخلي. د چين د تازه شمېرنې له مخې، د چين د اقتصاد عمومي حالات ارام او ثابت دي او د ښه پرمختګ لوری نه دی بدل شوی. د چين حکومت باور او توان لري چې د چين د اقتصاد سالم او ثابت پرمختګ به وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای