CRI Online

د چين د معيوبينو ټولنې اووم ملي کانګرس په بېجينګ کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 17:33:22

د چين د معيوبينو ټولنې اووم ملي کانګرس د سپتمبر د څوارلسمې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. په پرانيستونکو مراسمو کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د مشر شي جين پينګ په شمول د ګوند او دولت ګڼ شمېر مشرانو ګډون کړی و.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال هان جنګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون او د دولتي شورا په استازيتوب په دغو مراسمو کې يوه وينا وکړه. هغه وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد د نوې پرمختيايي پروسې پر بنسټ د چين د معيوبينو چارو تاريخي پرمختګ او ښکاره برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د معيوبينو ګټې ورځ په ورځ زياتې شوې او ژوند ګام په ګام ښه شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای