CRI Online

نړيوالې ټولنېد ختيځ د ۴مې دورې په اقتصادي فورم کې د شي جين پينګ د ګډون ډېره ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 19:01:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د روسيې د ولسمشر په بلنه د سپتمبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د ختيځ د ۴مې دورې په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی و چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې په نوې زمانه کې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو د ودې او د شمال ختيځې اسيا له بېلابېلو خواوو سره يې د سيمه ييزې سولې او پرمختګ په اړه سلامشورې کړې دي. د روسيې، جاپان، د کوريا جمهوريت او مغولستان د کارپوهانو په فکر، د شي جين پينګ ياد سفر د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو لپاره ګټور دی او د سيمه ييزو همکاريو لپاره به نوې پاڼه رامنځته کړي.

د ياد سفر په وخت کې شي جين پينګ او پوتين په راتلونکې مرحله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پلان جوړ کړی دی چې له امله به يې په فعاله توګه د همکاريو نوی زياتوالی رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې سويې سياسي اړيکو په وسيله به نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای