CRI Online

شي جين پينګ د ونزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-14 21:07:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ونزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو سره خبرې اترې وکړې.

رئيس شي جين پينګ له چين څخه د ولسمشر مادورو د لسم ځل سفر هر کلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو او د همکاريو د پياوړتيا لپاره يې د ولسمشر مادورو د کوښښونو ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل، چې چين تل په ستراتيژيکه او دايمي توګه له ونزويلا سره اړيکو ته کتلي او ګوري يې. اوسمهال نړۍ ناارامه او بې ثباته ده، نو په نويو حالاتو کې دې د ننګونو په وړاندې دواړه هېوادونه متقابل باور ژور کړي او د نوښت له لارې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ دې پياوړې کړي، څو ګډ پرمختګ وموندل شي، نوې مرحلې ته دوه اړخيزې ستراتيژيکې اړيکې پياوړې شي او د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای