CRI Online

د شلو هېوادونو ګروپ د وزیرانو غونډې یوه اعلامیه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-15 16:29:35

د شلو هېوادونو ګروپ د وزیرانو غونډې یوه اعلامیه خپره کړه

پر ځایي وخت د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه د شلو هېوادونو ګروپ د تجارت او پانګو وزیرانو دوهمه غونډه د ارجنټاین په ساحلي ښار مار دیل پلاتا کې پای ته ورسیده چې په پایله کې یې یوه اعلامیه هم خپره کړه.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې نړیوال تجارت او پانګونې لاهم د نړیوال اقتصاد، تولید، نوښت، کاري فرصت او پرمختګ متحرکه قوه ده. د علمي پرمختګ په رڼا کې نړیوال اقتصاد یوې تاریخي لوړې سویې ته رسیدلی دی. له اقتصادي بحران وروسته تجارت د بیا سمسورتیا په حال کې دی چې په ۲۰۱۷ کال کې د اقتصاد زیاتوالی 4.7 سلنه ته رسیدلی او په ۲۰۱۸ کال کې به دغه رقم 4.4 سلنه هم ورسیږي. د شلو هېوادونو ګروپ د دیالوګ یو ډګر چمتو کړی او موخه یې دا ده چې بیلابیلې خواوې له نړیوال تجارت او پانګونې څخه ګټې ترلاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای