د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د مطبوعاتو او راډيويي خپرونو وزير فواد چودهري د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې د اېف اېم ۹۸ د څپو له لارې د چين او پاکستان له دوستانه راډيو څخه د ليدنې په وخت کې وويل چې دغه راډيو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په بهير کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ د پياوړتيا لپاره رغنده رول لوبولی دی.هغه وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان اقتصاد د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري،د پاکستان نوی حکومت به په پر له پسې توګه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پيمانه پراخه کړي.
فواد چودهري وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ دوستي نه يوازې د حکومتونو ترمنځ،بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ټينګې شوې دي. هغه زياته کړه چې اوس د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د ۲۸ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |