CRI Online

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په سویډن کې د چین سفارت له سویډن سره جدي تماس نیولی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-15 20:44:30
د چین د بهرنیو چارو وزارت او په سویډن کې د چین سفارت له سویډن سره جدي تماس نیولی دی

د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه په سویډن کې د چین سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د روانې میاشتې د ۲ مې نيټې په سهاروختي د سویډن پولیسو په استکهلم کې له ۳ تنو چیني اتباعو زورزیاتی کړی. د چین سفارت په دې اړه خپله حیرانتیا او خپګان څرګند کړی او د سویډن د پولیسو دغه عمل یی سخت غندلی دی.

د خبر له مخې د همدې میاشتې د ۲ مې نیټې په سهاروختي چیني اتباعو هر یو ښاغلی زنګ او د ده پلار او مور دری واړه په استکهلم کې یو هوټل ته ولاړل. دوی د دغه هوټل له خدمت ګار سره د خبرو کولو په حال کې وو چې د هوټل کارکوونکي پولیسو ته زنګ وواهه. مګر ځایي پولیسو په زور او جبر سره دغه دری تنه چیني اتباع له هوټل وایستل او په لیرې سیمه کې په  هدیره کې په یوه لېرې ځای کې یی پری ښودل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په سویډن کې د چین سفارت په دې هېواد کې د چینایانو امنیت او قانوني حق ته په درنه سترګه ګوري او د سویډن له اړوندو څانګو سره یې په دې اړه جدي تماس نیولی دی. مګر تر اوسه پورې د سویډن چارواکو په دې اړه هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای