CRI Online

د سویډن پولیسو له چیني اتباعو سره زورزیاتی کړی نو د دوی په فکر بشري حقوق چېرته دي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-09-15 21:01:40
د سویډن پولیسو له چیني اتباعو سره زورزیاتی کړی نو د دوی په فکر بشري حقوق چېرته دي؟

د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه په سویډن کې د چین سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د روانې میاشتې د ۲ مې نيټې په سهاروختي د سویډن پولیسو په استکهلم کې له ۳ تنو چیني اتباعو زورزیاتی کړی. د چین سفارت په دې اړه خپله حیرانتیا او خپګان څرګند کړی او د سویډن د پولیسو دغه عمل یی سخت غندلی دی. د سویډن د پولیسو اړوند عمل د چیني اتباعو ژوند پر امنیت او بشري حقوقو سخت تیری دی نو د سویډن حکومت باید سمدلاسه د دغې پیښې پلټنه وکړي او د چیني اتباعو غوښتنو ته پروخت ځوابونه ورکړي.

د خبر له مخې د همدې میاشتې د ۲ مې نیټې په سهاروختي چیني اتباعو هر یو ښاغلی زنګ او د ده پلار او مور دری واړه په استکهلم کې یو هوټل ته ولاړل. دوی د دغه هوټل له خدمت ګار سره د خبرو کولو په حال کې وو چې د هوټل کارکوونکي پولیسو ته زنګ وواهه. مګر ځایي پولیسو په زور او جبر سره دغه دری تنه چیني اتباع له هوټل وایستل او په لیرې سیمه کې په هدیره کې په یوه لېرې ځای کې یی پری ښودل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په سویډن کې د چین سفارت په دې هېواد کې د چینایانو امنیت او قانوني حق ته په درنه سترګه ګوري او د سویډن له اړوندو څانګو سره یې په دې اړه جدي تماس نیولی دی. مګر تر اوسه پورې د سویډن چارواکو په دې اړه هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

دغه پیښه د پولیسو د قانون اجرا کولو په ترڅ کې د زورزیاتي کولو یوه ساده او عادي پیښه ده یا په سویډن کې د بشري حقوقو د ساتلو د کمزورۍ او نژادي سپکاوي یوه نمونه ده. وکتل شي چې د سویډن حکومت به کله یو هراړخیز، عادلانه،د منلو وړ او باوري معلومات او ځواب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای