د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د سپتمبر په ۱۵مه نېټه وويل چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه له هراړخيز موافقه ليک څخه د امريکا د وتلو په مقابل کې ، که اروپايي هېوادونه لاهم يو اړخيز منفي عملونو ته ادامه ورکړي،ښايي ايران د يورانيمو د غني کولو کچه لوړه کړي.
ظريف له خبري رسنيو سره د خبرو په وخت کې وويل چې اروپايي هېوادونه او د ياد موافقه ليک نور لاسليکوونکي بايد عملونه وکړي څو د امريکا د بنديزونو له امله رامنځته شوې اغېزې کمې شي.اروپايي هېوادونه بايد له خپلو ژمنو او خبرونو سره سم عملونه تر سره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |