د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فلسطين ولسمشر محمود عباس د سپتمبر په ۱۵مه نېټه وويل،فلسطين چمتو دی چې د اسرائيلو په اړه مسئلې نړيوالې محکمې ته وړاندې کړي.
د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ يو چارواکي وويل چې عباس به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د م م په عمومي اسامبله کې وينا وکړي او ټولې نړۍ ته به د فلسطينيانو په وړاندې شته ټولې مسئلې بيان کړي.
د اسرائيلو سترې محکمې د روانې مياشتې په ۵مه نېټه حکم وکړ چې تر يوې اوونۍ وروسته به د عربي کوچيانو د استوګنې يوه دوديزه سيمه ويجاړه شي.دغه سيمه د بيت المقدس ختيځ ته د يهوديانو د دوو استوګنځايونو ترمنځ واقع ده.د ياد حکم تر پلي کېدو وروسته به په ياده سيمه کې ۲۰۰ اوسېدونکي بې ځايه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |