د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل او د اطريش صدراعظم سيباستيان کورز د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په برلين کې وويل، جرمني او اطريش د سرحداتو د کنترول په اړه د اروپايي ټولنې له پلان څخه ملاتړ کوي.
د اروپايي ټولنې د کميټې مشر جيان کلاود جونکير د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپايي ټولنې د معلوماتي راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې د مهاجرينو او کډوالو په اړه مشخص تدبيرونه وړاندې کړل کوم چې له ۲۰۲۰ کال نه مخکې به د اروپايي سرحداتو او سمندري غاړو محافظت ډلې لس زره غړي نور زيات شي، د اروپايي پناه وړونکو ارګانونو ابادي به چټکه شي، د پناه غوښتنليکونو د حل په برخه کې به له غړو هېوادونو سره نورې زياتې مرستې وشي او د ناقانونه کډوالو د ستنېدو جريان به چټک شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |