د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د منځني ختيځ د سوله ييز بهير ځانګړي همغږي کوونکي نيکولا ملادينوف د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې په خان العحمر کلي کې د فلسطيني بدويانو استوګنځای وران نه کړي.
نوموړي وويل چې د دغه استوګنځای ورانول له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د يو داسې خپلواک فلسطيني هېواد د جوړولو فرصت ته به زيانونه ورسوي چې له اسرائيلو سره به په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د ژوند شرايط به يې ښه وي.
د اسرائيلو سترې محکمې د سپتمبر په پنځمه نېټه حکم و کړ چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې د بيت المقدس په ختيځ کې ياد استوګنځای دې وران شي ، ځکه چې په ناقانونه جوړ شوی .د دې هېواد خبري رسنيو د خبر له مخې اسرائيل به د دې استوګنځای په ۱۲ کيلو مترۍ کې زيانمن شوي اوسېدونکي ځای پر ځای کړي. خو شنونکو همدارنګه ويلي چې امکان نه شته چې فلسطينيان د نوي استوګنځای د جوړولو اجازه تر لاسه کړي،ځکه چې د ياد استوګنځای د ورانېدو موخه د يهوديانو د استوګنځای جوړول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |