CRI Online

چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيوالو عملياتو کې مثبت رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-17 16:42:57
چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيوالو عملياتو کې مثبت رول لوبولی دی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د نړيوالو اقليمي عملياتو سرمشريزه غونډه د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې پای ته ورسېده. د چين استازي شې جن هوا تر غونډې وروسته وويل، چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيوالو عملياتو کې مثبت رول لوبولی او لوبوي يې.

په دغه سرمشريزه غونډه کې د چين د چاپېريال وزارت او د کاليفورنيا ايالتي حکومت په ګډه د چيني کونج تر عنوان لاندې درې ورځني سيستماتيک عمليات ترسره کړي او پکې د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې د چين تدبيرونه څرګند شول.

د دې سرمشريزې غونډې ګډ رئيس او د اقليمي بدلون د مخنيوي چارو په هکله د چين ځانګړي استازي شې جن هوا وويل ډېرو ګډونوالو په دغه غونډه کې د چين د ګډون ستاينه وکړه. هغه وويل

((په تېرو دوو ورځو کې مې د م م او د نورو خواوو له استازو سره وکتل، دوی ما ته لاندنۍ څرګندونې وکړې. لومړی، سره له دې چې دغه سرمشريزه غونډه د امريکا د ځايي حکومت او ټولنيزو سازمانونو لخوا يې کوربتوب شوې غونډه ده، خو پکې د چين د ګډونوالو استازو شمېر ډېر دی، نو دوی احساس کړی چې چين په څواړخيز بهير کې مهم رول لوبولی دی. دوهم، موږ د دې غونډې په ترڅ کې د چيني کونج تر عنوان لاندې عمليات ترسره کړي او د م م د ډېرو ادارو مسئولانو، د بېلا بېلو هېوادونو استازو او د کاليفورنيا ايالت مشر په دغو عملياتو کې ګډون کړی، دا له اټکل څخه وتلې ده چې دغو عملياتو دومره کسان جلب کړي او دوی د پراخو موضوعاتو په اړه تاوده بحثونه کړي دي. ))

په دغه سرمشريزه غونډه کې د چين ځينو صندوقونو، خيريه موًسسو او څېړنيزو ادارو د اقليمي بدلون د مخنيوي د نړيوالو عملياتو وړانديز وړاندې کړ او و يې ويل چې په فعاله توګه به د سرمايو، تکنالوژيو او ځيرکتياوو په راغونډولو سره د چين له حکومت ملاتړ وکړي چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او د چاپېريال د ساتلو تر څنګ يو کمربند او يوه لاره جوړه کړي. دوی هيله هم وښودله چې د چين بېلا بېلې ادارې او نړيواله ټولنه به د پاريس تړون او د دوامدار پرمختګ موخې د پلې کولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

شې جن هوا وويل، د ياد وړانديز په وړاندې کېدو سره دا څرګنده شوې چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيوالو عملياتو کې د چين لارښوونکي رول له حکومت څخه تصديو او د ټولنې بېلا بېلو ساحو ته پراخ شوی دی. ده وويل

((د چين ډېرو شخصيتونو په دغه سرمشريزه غونډه کې برخه اخيستې، له دې څخه ښکاري چې چيني ټولنه اغېزمنه انرژي لري. اوس د اقليمي بدلون د مخنيوي بهير د هڅولو، د نړۍ د ساتلو، د انسانانو د ګډې برخليکي ټولنې د جوړولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پياوړي کولو په برخو کې د چين حکومت او ټولنې نړيوال ډګر ته ننوتلې او رول يې هم مخ په زياتېدو دی. ))

د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې د اقليمي بدلون د مخنيوي د نړيوالو عملياتو په هکله د پاريس تړون لاسليک شو، بيا وروسته د ۲۰۱۶ کال د اپريل په ۲۲مه نېټه چين د م م په مقر کې په دغه تړون کې د ګډون سند هم لاسليک کړ. ښاغلي شې جن هوا د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيوالو ادارو کې د چين د ګډون بهير د يادولو په هکله وويل

(( چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې له ګډون څخه اوس د لارښووني رول لوبوي، په دې بهير کې ستر بدلونونه رامنځته شوي. چين يو پرمختيايي هېواد دی او د پرمختګ له ډېرو ننګونو سره مخ دی، له دغو ننګونو سره د مقابلې په ترڅ کې به ايا اقليمي بدلون پر چين اغېزه وکړي که نه؟ دا د چين په وړاندې يوه واقعي مسئله ده. رئيس شي جين پينګ په دې اړه څرګند حکم کړی چې له اقليمي بدلون سره مقابله زموږ خپل انتخاب دی، څرنګه چې دغه تدبيرونه د چين د اقتصاد انکشافي سويې د لوړتيا او د چين د دوامدار پرمختګ لپاره ګټور دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای