CRI Online

د عامو خلکو د علمي زده کړو د پياوړتيا نړيواله غونډه په بېجينک کې پرانيستل شوه او وانګ هو نينګ دغې غونډې ته د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست

cri     (GMT+08:00) 2018-09-17 16:13:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عامو خلکو د علمي زده کړو د پياوړتيا نړيواله غونډه د سپتمبر د ۱۷ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د مرکزي سکريتريت منشي وانګ هو نينګ د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او دغې غونډې ته يې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست.

وانګ هو نينګ په خپلو خبرو کې وويل، رئيس شي جين پينګ په دغه ځانګړي پيغام کې د دغې غونډې مهم ارزښت تائيد کړی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې د خلکو د علمي زده کړو د پياوړتيا مهم رول ستايلی، له دې څخه څرګنديږي چې هغه د عامو خلکو د علمي زده کړو پياوړتيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټرس هم يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه، د يونيسکو او د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان استازو او د پروژو د نړيوالو سازمانونو د ګډې ټولنې رئيس په جلاجلا توګه د دغې غونډې د پرانيستې په مراسمو کې ويناوې وکړې.

دغه راز په دغه غونډه کې د ۲۳ نړيوالو علمي سازمانونو، د ۳۸ هېوادونو د ۵۸ علمي سازمانونو او ارګانونو استازو او د اړوندو چيني خواوو استازو په ګډون څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ګډون کړی و.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای