CRI Online

شي جين پينګ د عامو خلکو د علمي زده کړو د پياوړتيا نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-17 20:38:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عامو خلکو د علمي زده کړو د پياوړتيا نړيواله غونډه د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

په دغه پيغام کې شي جين پينګ دې ته اشاره کړې چې ساينس او تخنيک لومړی توليدونکي ځواک دی چې د نوښت پرمختيا لپاره خوځنده ځواک برابروي. شي جين پينګ په دغه پيغام کې څرګنده کړې چې چين د ساينس پراختيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د عامو خلکو د علمي زده کړو او د ساينس او کلتور د پياوړتيا لپاره به پر له پسې کوښښونه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای