د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدر اعظم هان جنګ په مسکو کې له خپل روسي سيال ديميتري کوزک سره د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ همکارۍ کمېټې د ۱۵مې غونډې ګډه مشري وکړه.
هان جنګ وويل: د انرژۍ همکاري د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو يوه مهمه تشکيلاتي برخه او د دواړو خواوو ترمنځ په واقعي همکارۍ کې تر ټولو مهمه، لاسته راوړنې لرونکې او پراخه ساحه ده. د دواړو هېوادونو د مشرانو په پاملرنې سره د چين او روسيې د انرژۍ همکارۍ کمېټې د خپلمنځي همغږۍ په پياوړتيا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مثبت پرمختګونه او د پرمختګ ښه تمايل موندلی دی. د يادې کمېټې له ۱۴مې غونډې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د انرژۍ همکارۍ نوې لاسته راوړنې پيدا شوې او د ستراتيژيکې همکارۍ سترو پروژو هم ثابت پرمختګ موندلی دی. دواړه خواوې بايد د دواړو مشرانو د ګډو نظريو په پلې کولو سره د دغې کمېټې رول په ښه توګه ولوبوي، د همکارۍ سويه دې لوړه کړي څو چې د انرژۍ همکارۍ لا زياتې اغېزمنې پايلې ولري او د دواړو صدراعظمانو ترمنځ د ۲۳مې کتنې لپاره چمتوالی ونيسي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |