د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پلاوي مشر او د اټومي انرژۍ دولتي سازمان مدير جانګ که جيان د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د اطريش په ويانا کې د اټومي انرژۍ سازمان په ۶۲مه غونډه کې د چين د اټومي انرژۍ د پرمختګ او د اټومي امنيت تامين لپاره د چين د هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې چين به د انسانانو او طبيعت ترمنځ پر همغږي پرمختګ ټينګار وکړي او د انرژيو جوړښت به بدل او لا بشپړ کړي. اټومي برېښنا د پاکۍ، سپين رنګ او ټيټ کاربون انرژي ده او د پرمختګ ښه راتلونکې لري. اوس د چين په ستره برخه کې د اټومي برېښنا د ماشينونو ۴۳ شبکې کارول کيږي چې د برېښنا توليدوونکې اندازه يې په نړۍ کې درېيم ځای نيسي، او د اټومي برېښنا د ماشينونو ۱۳ شبکې د جوړېدو په حال کې دي چې پيمانه يې په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |