CRI Online

شواب: د چين د اقتصادي زياتوالي په نسبت خوشبين يم

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 09:31:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال اقتصادي فورم بنسټ ايښودونکي او اجرائيوي رئيس کلوس شواب د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په تيان جين کې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، هغه تل د چين د اقتصادي زياتوالي په نسبت خوشبين دی.

شواب وويل، نيکمرغه يم چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير مې کتلی. له ۴۰ کلونو راهيسې، د چين د کورنيو توليداتو ارزښت لس برابره زياته شوی او د وګړيو د ژوند سويه په څرګنده توګه لوړه شوې ده. هغه وړاندوينې چې وايي د چين اقتصادي زياتوالی به ختم شي، په اخر کې غلطې ثابتې شوې . د چين د اقتصادي زياتوالي په نسبت خوشبين يم.

نوموړي د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز تود هر کلی وکړ او و يې ويل، د دې وړانديز په رڼا کې د ګردې نړۍ بنسټيز تاسيسات د لاس رسي کېدو په حال کې دي او د څلورم ځل صنعتي انقلاب د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا شته. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای