CRI Online

د کوريا جمهوريت ولسمشرۍ ماڼۍ: د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ په خبرو اترو کې به پر درې موضوعاتو بحث وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 09:41:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ د منشي دفتر مشر ايم جونګ سيوک د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په پلازمېنه سيول کې وويل، چې په پيونګ يانګ کې د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ په خبرو اترو کې به په عمومي ډول پر درې موضوعاتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د خپلمنځي ډيالوګ د پياوړتيا او په کوريا ټاپووزمې کې د سخت پوځي حالت په اړه بحث وشي.

ايم جونګ سيوک رسنيو ته وويل، چې د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د روانې مياشتې د ۱۸مې نېټې په سهار پيونګ يانګ ته ورسېد او له غرمنۍ وروسته به د ديموکراتيکې کوريا له مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې. دواړه خواوې به په ۱۹مه نېټه په دوامدار ډول خبرې اترې وکړي. که بريالي شي، په ګډه مطبوعاتي غونډه کې به د يادو خبرواترو نتيجه خپره کړي، خو اجندا ښايي د دواړو خواوو د سلامشورې له لارې بدله شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای