CRI Online

مون جای اين له کيم جونګ اون سره د کتنې لپاره پيونګ يانګ ته لاړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 10:30:11

مون جې اين له کيم جونګ اون سره د کتنې لپاره پيونګ يانګ ته لاړ. د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۸مې نېټې د سهار د ۸ بجو په ۵۵ دقيقو له سيول څخه په ځانګړې الوتکه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت پلازمېنې پيونګ يانګ ته وخوځېد او د ديموکراتيکې کوريا د دولتي کمېټې له مشر کيم جونګ اون سره به کتنه وکړي. د مون جې اين په مشرۍ په پلاوي کې ۱۴ رسمي غړي او ۵۴ ځانګړي کارکوونکي شامل دي. هغه د خوځېدو په وخت کې څرګنده کړه: که دغه کتنه د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو اترو بيا پيل پرمخ بوزي، نو ستر اهميت به ولري. د معلوماتو له مخې، مون جای اين د روانې مياشتې له ۱۸ مې نه تر ۲۰ مې نېټې پورې له پينګ يونګ څخه ليدنه کوي. مون جې اين په ۱۸مه نېټه پيونګ يانګ ته رسېږي او د غرمې تر ډوډۍ وروسته به له کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړي. د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې اترې به تر۱۹ مې نېټې پورې دوام ولري. که خبرې اترې بريالۍ وي، نو د مثبتې نتيجې د اعلان لپاره به يوه ګډه خبري ناسته جوړه شي. ( سپوږمۍ)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای