د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسشر والاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په سوچي کې د ترکيې ولسمشر طيب اردوغان سره له ليدنې وروسته وويل، دواړه هېوادونه به د سږکال د اکتوبر مياشتې تر ۱۵مې نېټې مخکې د سوريې د ادليب ولايتي پوځ او د حکومت ضد وسله والو ترمنځ د ۱۵ کيلومترو تر ۲۰ کيلومترو اوږدوالي لرونکې غير پوځي سيمه جوړه کړي او توندلاري سازمانونه به ورڅخه وشړي.
ادليب ولايت د سوريې په شمال لوېديځ کې پروت دی او له ترکيې سره پوله لري، چې په سوريه کې د حکومت ضد د وسله والو او د توندلارو سازمانونو تر کنترول لاندې وروستۍ سيمه ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |