CRI Online

د مصنوعي ځيرکتيا له لارې په چين کې د نړۍ تر ټولو لوی اتومات بندر جوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 15:19:19

د چين د شانګهای د يانګ شان په نوم بندر د چين په کوچني ټاپو کې جوړ شوی سوداګريز بندر دی او د شانګهای د ازادې سوداګرۍ سيمې د پرمختګ او د چين د غښتلي سمندري هېواد د ابادۍ يوه مهمه برخه هم ده. څه موده دمخه دلته په نړۍ کې تر ټولو لوی اتومات بندر جوړ او پرانيستل شو.

د شانګهای په جنوب ختيځ کې د يانګ شان په نوم د څلورم پړاو بندر په نړۍ کې تر ټولو لوی اتومات بندر دی او په نړۍ کې يې عمومي اتوماتيکه عمومي سويه ډېره لوړه او اوچته ده.

د دې بندرې د قوماندانۍ عمومي مرکز قوماندان جانګ بين زموږ خبريال ته وويل چې دغه اتومات لارښوونکي او ليږدوونکي موټرونه ګورئ ، دا د ۶۳ زرو مقناطيسي ميخونو په وسيله خپل دقيق ځايونه پيدا کوي او يو د بل سره له ټکر څخه يې مخنيوی هم کوي ،د دې ترڅنګ هغه مالونه ليږدوونکي چلوونکي يوازې په دفتر کې له لېری څخه د کنترولېدنکي ډګر له لارې د بندر په دننه کې تجهيزات کنترولوي.د ځيرکو تجهيزاتو په وسيله د اوسني بندر کاري موثريت د نورو عنعنوي بندرونو په پرتله تر زياتې اندازې پورې لوړ شوی دی. هغه وويل د اتومات سيستم په پام کې نيول شوي کارونه په ښه توګه تر سره کوي چې دا د ټول بندر د توليدي موثريت د لوړوالي لپاره ډېره مهمه ده. دا په پوره توګه څرګنده ده چې د اوسني بندر کاري موثريت له عنعنوي بندرونو څخه څو برابره لوړ دی.

د شانګهای د جن هوا په نوم د درندو تجهيزاتو د صنعتي شرکت ساخت دغه موټرونه د ياد بندر د توليدي او اداري سيستم يوه مهمه برخه ده او د دې ځيرکي سيستم له لارې د کانټينرونو د پورته او ښکته کولو په شمول د بندر ټولې دندې په ښه ډول تر سره کيږي.د دغه بندر د تجهيزاتو د کنترولونکي سيستم مسئول يوو جون وويل  د دغو موټرونو شمېر ۱۳۰ ته رسيدلی دی او څه باندې دوه سوه ازمايښتي دندې په ښه توګه تر سره کولی شي.له دې څخه ښکاريږي چې زمونږ تخنيکونه په دې برخه کې مخکښ دي او لوړ توان لري.

د اتوماتيک بندر د جوړېدو له امله د کارکوونکو کاری چاپيريال اسانه او ښه شوی او د اړوندو تصديو اداري لګښتونه هم ټيټ شوي دي چې لامل يې پر مخکښو تخنيکونو سربېره د دې بندر له اداري اورګان يعنې د شانګهای د نړيوالو بندري چارو د محدود شرکت له خوا له ټاکل شوې موخې سره تړاو لري.د دې شرکت د ګوندي کميټې منشي او د بورډ کميټې مشر چن شو يوان وويل د شين ، ځيرک ، تخنيکي او موثرلرونکي بندر جوړونه زمونږ د شرکت موخې په توګه ټاکل شوې ده. ځيرک بندر معلوماتي کېدو او مصنوعي ځيرکتيا ته ډېره پاملرنه کوو او ننني بندر د شانګهای د ځيرکي بندر يوه نمونه ده. د دې ترڅنګ په وار سره مو د دولت په کچه د دغه بندر تخنيکي مرکز جوړ کړی او په ځانګړې توګه مو د تخنيکي بندر د پرمختګ په هکله مرامنامه پلی کړې ده.سربېره پردې په فعاله توګه مو د شين بندر د ابادۍ لپاره هڅې کړې او کوو يې.

د شانګهای بندر د جوړېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې په تېره بيا په دې وروستيو لسو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي او په هرو سلو مترو کې د بار شويو کانټينرونو شمېر دوه لکه او نوي زرو ته رسيږي چې دغه شمېر په نړۍ کې د نورو بندرونو په پرتله زيات او مخکښ ځای لري.

د ۱۹۹۵ کال په پای کې د چين حکومت د شانګهای د پودونګ سيمې له ورخلاصون څخه د ملاتړ لپاره پرېکړه وکړه چې په دې ښار کې د مالونو د ليږدونې نړيوال مرکز جوړ کړي چې د دې په برکت به د شانګهای بندر له بې ساري پرمختيايي فرصت سره مخ شي.د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې د يانګ شان اتومات بندر په کار لويدلی و.د وروستي کالي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې . چن شو يوان وويل چې هرو مرو به مونږ د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړو او له همدې لارې به مونږ شرکت ته باکيفيته پرمختګ ور کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای