CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جموريت د مشرانو ترمنځ سږنی درېيم ملاقات به نن وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 14:35:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د سپتمبر د ۱۸مې نېټې د سهار په لسو بجو پيونګ يانګ ته ورسيد او له کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه درې ورځنۍ ليدنه يې پيل کړه. د ديموکراتيکې کوريا د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون په هوايي ميدان کې مون جای اين ته ښه راغلاست ووايه او د هرکلي درانه مراسم يې تر سره کړل.

د اجنډا له مخې مون جای ين به غرمه مهال د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړي او له غرمې وروسته به له کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړي او په ماښام به له کيم جونګ اون سره فرهنګي نندارې وګوري او د شپې په مېلمستيا کې به ګډون وکړي. د مون جای اين مېرمن کيم جونګ سوک به د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په پيونګ يانګ کې د ماشومانو له روغتون څخه ليدنه وکړي. د پلاوي نور شخصيتونه هم به په جلا جلا توګه د ديموکراتيکې کوريا له استازو سره خبرې اترې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای