CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د اداري توان د لوړتيا لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 14:37:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د سپتمبر په اوولسمه نېټه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو د هغه حق درناوی او احترام وکړي چې د خپلې خوښې او ځانګړتيا له مخې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کړي، او بايد د اداري توان د لوړتيا لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د افغان مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې وويل، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شمېر د پخوا په پرتله ډېر زيات و. نړيواله ټولنه بايد په مداومه توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو د توان د لوړولو او د ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاق پرضد د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي او بايد د اوربند او سولې په اړه د افغان حکومت وړانديز ته د طالبانو لخوا د مثبت ځواب ورکولو د هڅونې لپاره زيار وباسي، څو په افغانستان کې دايمي سوله او ثبات رامنځته شي.

ما جاو شيو وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې وچکالۍ د افغانستان کابو يو مليون او څلور لکه تنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی او له دې امله په افغانستان کې بشري حالات د ترينګلتيا په حال کې دي. نړيواله ټولنه بايد د ژوند ، څښاک اوبو، خوراکونو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې له افغانانو سره بيړنۍ بشري مرستې وکړي، څو د وچکالۍ منفي اغيزې کمې شي.

نوموړي زياته کړه چې چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي. چين هيله لري چې په افغانستان کې سوله، امنيت، ثبات او پرمختګ ژر رامنځته شي. چين به په پر له پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې په شمول سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د ګډون کولو لپاره کوښښ وکړي او په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له افغانستان سره مرسته وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای