د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۴مه نېټه د چين د سپوږمۍ له عنعنوي اختر سره برابره ده. د دې اختر په شاوخوا ورځو کې به د چين په ګوټ ګوټ کې رنګارنګ فعاليتونه ترسره شي.
د سپتمبر د ۲۰مې نېټې په شپه به د شانګهای د دا شه جې په نوم د ساعتېرۍ په مرکز کې د سپوږمۍ اختر د لمانځنې لپاره يو فعاليت ترسره شي او پکې به دغه اختر، د چين عنعنوي کلتور او د شانګهای ځانګړي کلتور سره يو ځای نندارې ته وړاندې شي. د سپتمبر له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې به د بېجينګ د يو تان پارک، دا ګوان يوان او تاو ران تينګ پارکونو کې د سپوږمۍ کتلو فعاليت ترسره شي.
په راتلونکو څو ورځو کې به د چين د بېلا بېلو ځايونو په موزيمونو کې د چين د عنعنوي کلتور د خپرېدا لپاره يو لړ فعاليتونه ترسره شي. برسيره پر دې، د دې اختر په موده کې به د سپوږمۍ اختر په اړه ځينې استازندويه پروژې چې د دولت په کچه د غيرمادي ميراثونو په لېست کې شاملې دي، هم ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |