CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د سندونو په نوم کتاب په اوو ژبو ترجمه او چاپ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 15:11:14
د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د سندونو په نوم کتاب په اوو ژبو ترجمه او چاپ شوی دی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د سندونو په نوم کتاب په دې وروستيو ورځو کې په انګليسي، فرانسوي، اسپانوي، جرمني، جاپاني، روسي او عربي اوو ژبو ترجمه شوی او په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې چاپ شوی دی.

په دغه کتاب کې ((په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې د جوړولو او په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د برياليتوب لپاره کوښښونه تر شره شي)) ــ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د راپور او د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمسيون د لومړۍ عمومي غونډې د اعلاميې په شمول ۱۱ مهم سندونه شامل دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای