CRI Online

د چين استازي: هيله لري چې اړوندې خواوې په ګډه د کوريا ټاپووزمې سوله ييز بهير ته وده ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 15:22:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د سپتمبر په ۱۷مه نېټه وويل، هيله ده چې اړوندې خواوې په ګډه د کوريا ټاپووزمې د ديالوګ ارام حالت وساتي، سوله ييز بهير ته وده ورکړي او سيمه ييز امنيت او ثبات تر سره کړي.

د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه د م م د امنيت شورا په غونډه کې ما جاو شيو وويل، چين د دې ملاتړ کوي چې امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د ديالوګ له لارې د کوريا ټاپووزمې اټومي مسئله حل کوي، هيله لري چې د يادو دوو هېوادونو د مشرانو په خبرواترو کې شوې موافقې پلې او په فعاله توګه د تاپووزمې د اټومي مسئلې سياسي حل تر سره شي. چين د ديموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت د ديالوګ له ساتنې څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې په پيونګ يانګ کې د يادو دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ليدنه برياليتوب سره تر سره شي. چين له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو او د سولې د ساتلو په اړه د ديموکراتيکې کوريا د هڅې ستاينه کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای