د چين حکومت پرېکړه کړې چې د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې له ۲۰۱۸ کال څخه د هرکال د مني د اعتدال ورځ (دغې ورځې ته په چيني ژبه " چيو فن " وايي، "چيو " د مني مانا او " فن " د اعتدال مانا لري.) د چيني بزګرانو د حاصلاتو د اختر په توګه وټاکي. د روان کال د سپتمبر ۲۳ مه نېټه به د چيني بزګرانو د حاصلاتو له اختر څخه برابره وي.په دې وروستيو ورځو کې د چين په بېلابېلو ځايونو کې د دغه اختر د هرکلي په موخه ډول ډول فعاليتونه ترسره شوي دي.
د سپتمبر په ۱۶ مه نېټه د ګوانګ شي کورواکې سيمې د ليو جو ښار د ژونګ شوي د مياو قوم کورواکې ولسوالۍد ګان دونګ علاقه دارۍ په هوا ځي مياو قومي کلي کې د مرچکيو د ښکلا مسابقه ترسره شوه. د دغه کلي څه باندې ۴۰ ښځو د خپلو مرچکيو د حاصلاتو په ښودلو سره چې پخپله يې کرلي، مسابقه کې ګډون کړی و. د معلوماتو له مخې، هر کليوګرام مرچکي بيه ۱۰۰ يوان کېږي او کرکيله يې په دې ځای کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مهم قوت ګرخيدلی دی.
د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د شان شي ولايت د ان کانګ ښار د لوان بو ولسوالۍ د نان ګونګ شان علاقه دارۍ په ګوي هوا کلي کې ۳۰۰ کلنو تاريخي کرنيزو ځمکو کې د شولو د لوکولو مسابقې او قومي هنري نندارې په شمول د ياد اختر په وياړ يولړ فعاليتونه ترسره شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |