CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا د هغې پرېکړې په اړه څرګندونې وکړې چې غواړي د۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو اضافي تعرفې ولګوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 16:26:27

که څه هم د امريکا دننه زياتې مخالفې نظريې رامنځته شوې، خو بيا هم د دغه هېواد حکومت لا هم اعلان وکړ چې د سپتمبر له ۲۴مې نېټې څخه د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت دغه هېواد ته د چين پر صادراتي توليداتو ۱۰٪ اضافي تعرفې ولګوي او د تعرفو د زياتولو لپاره به نور تدبيرونه ونيسي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د سپتمبر په ۱۸مه نېټه څرګنده کړه: موږ له دې امله ډېر تاسف کوو. چين دې ته اړ شي چې د خپلو قانوني حقونو او د ازادې سوداګرۍ نړيوال نظام د ساتلو په غرض انتقامي تدبيرونه ونيسي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل چې د امريکا دغو عملونو د دواړو خواوو ترمنځ سلامشورې ته نوې ناثباتي رسولې ده. هيله ده چې امريکا پر اړوندو منفي پايلو ښه پوه شي او د باور وړ تدبيرونو په نيولو سره خپله سهوه سمه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای