CRI Online

د ۲۰۱۸ کال د بېجينګ د بشري حقوقو فورم تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 19:20:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د بېجينګ د بشري حقوقو فورم د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د مطبوعاتي چارو څانګې مشر ښاغلي هوانګ کون مينګ د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

هوانګ کون مينګ په خپله وينا کې وويل چې هر کس ته په پوره ډولب شري حق ورکول او ساتل د نړيوالې ټولنې ګډه موخه ده، د بشري حقوقو درناوی او ضمانت د چين د کمونېست ګوند او د چين حکومت هميشنی دريځ او غوښتنه ده.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای