CRI Online

د امریکا له لورې د تجارتي جګړې شدیدیدل ګټور نه دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-18 20:08:52
د امریکا له لورې د تجارتي جګړې شدیدیدل ګټور نه دي

د روانې میاشتې په ۱۷ مه نېټه امریکا د ډیرو کورنیو مخالفتونو سره سره اعلان وکړ چې د سپتمبر میاشتې له ۲۴ مې نیټې څخه د ۲۰۰ ملیارډو ډالرو په اندازه د چین پر تولیداتو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي او نور تدبیرونه به هم ونیسي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند په ۱۸ مه نېټه وویل چې د امریکا دا عمل ډیر د تاسف وړ دی او چین به د خپلو قانوني ګټو او د ازاد تجارت نړیوال سیستم د ساتلو لپاره اړوند تدبیرونه هم ونیسي.

د امریکا د خودسرانه کړو وړو پر مخ چین ټینګه اراده او توان لري چې خپلې لارې چارې پرمخ بوځي، خپلې ملي کلیدي ګټې او د خلکو اساسي ګټې وساتي او د د ازاد تجارت سیستم او څواړخیزم وساتي.

ټرامپ وايي چې د ولسمشر په توګه د امریکا د کارګرو، بزګرانو، مالدارانو او تصديو ګټې او ملي ګټې ساتل خپله دنده بولي. که دا خبرې ریښتیني وي نو هغه باید د امریکا د ۱۵۰ مسلکي ټولنو خلاص پیغام وګوري او د څه دپاسه ۸۰ مسلکي ټولنو هغه غوښتنه واوري چې د تجارتي جګړې په ضد یې وړاندې کړې ده.

د چین او امریکا تجارتي اصليت ګډې ګټې دي نو همکارۍ د دواړو خواوو یوازینی سم انتخاب دی. که ولسمشر ټرامپ غواړي د امریکا د حکومت، تصدیو او وګړو ګټې وساتي نو باید ژر ترژره غیرمنطقي پریکړه سمه کړي او د چین او امریکا د تجارتي مشورې لپاره دې صادق او ښه نیت وښیي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای