CRI Online

نيتانياهو: د روسيې د يوې پوځي الوتکې د غورځېدو پړه د سوريې پر غاړه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 09:55:52
نيتانياهو: د روسيې د يوې پوځي الوتکې د غورځېدو پړه د سوريې پر غاړه ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل، د ۱۷مې نېټې په شپه د روسيې يوه پوځي الوتکه په سوريه کې وغورځول شوه، سوريه بايد د دې پېښې پړه پر غاړه واخلي.

د اسراييلو د لومړي وزير دفتر د سپتمبر د ۱۸مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، نيتانياهو په همدې ورځ د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې. نيتانياهو په خبرو کې د روسيې په دغه الوتکه کې د وژل شويو سرتيرو په مناسبت خواشيني څرګنده کړه او و يې ويل، سوريه بايد د دې پېښې مسئوليت ومني.

نيتانياهو وويل،اسرائيل غواړي د دې پېښې په اړه ټول راغونډ شوي مالومات له روسيې سره شريک کړي او د اړوندو تجهيزاتو د وړاندې کولو لپاره د اسرائيلو د هوايي پوځ مامور روسيې ته وليږدوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای