CRI Online

جانګ يو شيا د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له لوی درستيز سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 09:56:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مرکزي پوځي کميټې مرستيال جانګ يو شيا د سپتمبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له لوی درستيز قمر جاويد باجوه سره وکتل.

جانګ يو شيا وويل، چې چين او پاکستان د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ملګري دي. د چين د دولت رئيس دې ته اشاره کړې چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې بايد د ښه ګاونډيتوب سرمشق، د سيمه ييزې سولې او ثبات ملاتړ او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ معيار وګرځي. چين د پاکستان د نوي حکومت د هغه دريځ ستاينه کوي چې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره به تر وسې پورې هڅې وکړي. چين غواړي له پاکستاني حکومت سره دوستانه اړيکې لا ټينګې کړي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. د چيني او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو مهم ملاتړ دی، دواړه ځواکونه بايد په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او له امنيتي خطرونو او ننګونو سره د مبارزې توان دې لوړ کړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې دې وساتي.

باجوه وويل، چې د چين په هکله د پاکستاني ځواکونو او نوي حکومت تګلارې يو شان دي، پاکستان د څلورو هېوادونو ميکانيزم همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او ورڅخه ملاتړ کوي، پاکستاني ځواکونه به د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ امنيت تامين کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای