CRI Online

ګوټريس د سوريې په ادليب ايالت کې د روسيې او ترکيې لخوا د غيرپوځي سيمې د جوړېدو تړون هر کلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 10:00:50
ګوټريس د سوريې په ادليب ايالت کې د روسيې او ترکيې لخوا د غيرپوځي سيمې د جوړېدو تړون هر کلی وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د خپل وياند په وسيله د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هر کلی وکړ چې روسيې او ترکيې د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د سوريې په ادليب ايالت کې د غيرپوځي سيمې د جوړولو تړون لاسليک کړی .

د م م د سرمنشي وياند سټېفني دوجاريک په اعلاميه کې باور څرګند کړ چې د يادې غيرپوځي سيمې په جوړېدو سره به د ادليب ايالت پر وړاندې له هراړخيز پوځي عملياتو څخه ډډه وشي او دغه راز به د دې ايالت څو مليونه اوسېدونکي په لنډمهالي توګه له ناورينونو څخه وژغورل شي.

په اعلاميه کې راغلي، ګوټريس د سوريې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د دې تړون د پلې کولو او د ژغورنې لپاره د بشري مرستو لارې د هوارولو لپاره همکاري وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د سوريې د شخړې بنسټيز لامل د ليرې کولو لپاره په ګړندي توګه تدبيرونه ونيول او دوامداره سياسي لايحه دې لاسليک شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای